ټام ویسټ: د افغانستان د ستونزو په اړه مې د قطر له لومړي وزیر سره وکتل

ټام ویسټ: د افغانستان د ستونزو په اړه مې د قطر له لومړي وزیر سره وکتل


  • 1 کال دمخه (28/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 497

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اتونبایوا او د قطر له صدراعظم محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره یې په جلا جلا لیدنو کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

نوموړي د افغانستان په مسله کې د قطر د رول ستاینه کړې ده.

نوموړي له اتونبایوا سره کتنې ته په اشارې لیکلي چې امریکا د بشري مرستو د همغږۍ، د بشري حقونو د څار او په افغانستان کې د اقتصادي ټیکاو په وده کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ ستاینه کوي.

هغه دغه راز له رینا امیري سره یوځای د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره هم کتلي او  افغانستان د بشري وضعیت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.