نامالومو وسله واله بلوچستان کې ۱۱ مساپر وژلي

نامالومو وسله واله بلوچستان کې ۱۱ مساپر وژلي


  • 3 مياشتي دمخه (13/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 181

نامالومو وسله والو د بلوچستان په نوشکي سیمه کې ۱۱ کسان وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

یاده پېښه تېره شپه د نوشکي په سلطاني چړهايي سیمه کې رامنځته شوې. 

په وژل شویو کسانو کې ۹ یې د پنجاب اوسېدوونکي دي.

ویل کېږي، چې یاد کسان په یو بس موټر کې د بلوچستان له مرکز کوېټې څخه د ایران تفتان ته تلل، چې نامالومو کسانو له ګاډي کوز کړي او بیا یې پرې ډزې کړي.

بل لورته پاکستاني پولیسو ویلي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

لاهم د یادې پېښې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.