- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- عبدالمجید چهاردرهوال
- 1408
له هغې ورځې چې د شفق عملیات پیل شوي، زموږ په سیمه کې د طالب وسله والو لیکې په خالي کېدو دي، په لومړیو ورځو کې به یې د خپلو وژل شويو وسلهوالو پوټوشاپ شوي تصویرونه وېډیو کړي وو او ترانې به یې ورسره پهکې اچولې وې، موبایل په موبایل به بليوټوت کېدلې، په جنازو کې به یې هم داسې احساساتي ویناوې کولې چې د ویناوالو له خولې به ځکونه بادېدل.
دوی فکر کاوه چې دا پوټوشاپ شوي تصویرونه او د جنازو د سر ویناوې به د دوی لیکو ته د نويو ځوانانو جذب ګړندی کړي، خو چې کتل یې سنګرونه یې مخ په خالي کېدو شول او په تقریرونو یې نور چا پیاز هم نه خوړل، نو اوس د خپلو وژل شويو وسلهوالو جنازې د شپې له خوا خښوي.
څو ورځې مخکې راسره یو ارچیوال مېلمه و، ویل یې چې اوس نه څوک د وژل شوي طالب تصویرونه په موبایل کې ساتي او نه یې هم په جنازو باندې څوک احساساتي تقریرونه کوي، بلکې جسدونه یې د شپې په تیاره کې له کلیوالو او نورو طالب وسلهوالو څخه په پټه خښېږي.
دغه ارچیوال ملګري کیسه کوله چې شپنیو عملیاتو د طالبانو لیکې خالي کېدو ته نږدې کړې دي چې په هر ځل شپنیو عملیاتو کې ګڼ شمېر وسلهوال طالبان وژل کېږي، خو جنازې یې ځکه نورو طالب وسلهوالو او کلیوالو ته نه ښودل کېږي چې د هغوی مورال راټیټ نه شي؛ خو د نوموړي په وینا، له دې سره هم د طالبانو مورال ډېر ټیټ شوی او ډېر کم وسلهوال یې د جګړې ډګرونو ته ځي.
همداسې کیسه راته د چهاردرې یوه اوسېدونکي هم وکړه.
خو د چهاردرې د پاڅونوالو یو قومندان بیا د هغې ورځې کیسه کوله چې ملي اردو عملیات وکړل ۱۰ طالبان یې ووژل او ګڼ شمېر یې ژوندي ونیول.
هغه ویل چې په په لسګونو محلي طالبانو راته ټلېفون وکړ او ویل یې چې موږ درته تسلیمېږو، خو چې یوازې ژوندي مو پرېږدئ.
دغه پاڅونوال ویل چې که د ملي اردو ځواکونو یوه ورځ بله هم په چهاردره کې تېره کړي وای، اکثریت طالبان تسلیمېدل.
نو داسې ښکاري چې ډېری طالب وسلهوال نور دې پایلې ته رسېدلي چې دوی په دې جګړو نظام نه شي نیولای او د دی جګړه نه د هېواد او نه د دین او نه د دوی په ګټه ده؛ بلکې په دې جګړه کې د ګاونډيو هېوادونو او د د دوی د مشرانو شخصي ګټې خوندي دي او بس.
زما په نظر که حکومت په کندوز کې پراخ تهاجمي او تصفیوي عملیات پیل کړي او له بله پلوه ورته د سولې د شورا له لارې د سولې دروازې پرانيستې پرېږدي؛ نو ډېری طالبان به د جګړې او مقاومت پر ځای د سولې لاره وټاکي او په دې سره به په سیمه کې د ورانکاریو مخنیوی وشي.
له بله پلوه که امنیتي ځواکونه د شپنیو عملیاتو پر مهال د وژل شويو مخالفینو د جسدونو تصویرونه واخلي او له رسنیو سره یې شریک کړي، دا کار به هم په ټوله کې د مخالفو وسلهوالو مورال کمزوری کړي او هم د هغوی نور وسلهوال نه شي کولای چې د خپلو ملګرو جسدونه په پټه ښخ کړي.
سرخط ورځپاڼه