ترکیه: له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو

ترکیه: له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو


  • 3 کاله دمخه (02/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1094

ترکیه وایي، چې له افغانستان سره خپلو کړیو مرستو ته ژمن دي او د دوام ډاډ یې څرګند کړی دی. 

د طالبانو د قطر دفتر ویاند نعیم وردګ وایي، په قطر کې د ترکیې استازي دوکتور مصطفی کوکصو د قطر دفتر مرستیال عباس ستانکزي سره کتلي دي او په افغانستان کې یې پر روان وضعیت ورسره خبرې کړې دي.

هغه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او په افغانستان کې پر راتلونکي نظام خبرې شوې دي. 

د نوموړي په خبره، ترکیې یو ځل بیا ژمنه کړې چې له افغانستان سره به یې مرستې دوام کوي.

ورته‌مهال عباس ستانکزي هم له ترکیې سره د ښو او دایمي اړیکو هیله څرګنده کړې ده.

باید یاده شي، چې تر دې مخکې هم د ترکیې ولسمشر ویلي و، چې له افغانستان سره به یې مرستې دوام کوي او په وینا یې له دغه هېواد سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي. 

بل‌لورته بیا طالبان هم د ترکیې په ګډون له ګڼو نورو هېوادونو سره د ښو دوه اړخیرو اړیکو غوښتونکي دي.