بغلان سرپرست والي د چشمه شیر سیمې له ځینو اوسیدونکو سره و کتل

بغلان سرپرست والي د چشمه شیر سیمې له ځینو اوسیدونکو سره و کتل


  • 2 کاله دمخه (31/10/2020)
  • خليل
  • 709

بغلان سرپرست والي ښاغلي ذبیح الله «احساس» نن له غرمې مخکې د چشمه شیر سیمې له ځینو اوسیدونکو سره د ولایت مقام په جومات کې په داسې حال کې وکتل چې ولایتي شورا مرستیال شمس الحق بارکزي هم حضور درلود. ددې لیدنې موخه په یاده سیمه کې د بیلابیلو ستونزو په تړاو له ولایتي ادارې سره شریکول ‌ؤ.

 د چشمه شېر د ولس په استازولۍ د هغوی د ګذر وکیلانو خبرې وکړې او د ولایتي ادارې څخه یې د اړوندو امنیتي ستونزو په تړاو جدي پاملرنه وغوښته.

بغلان سرپرست والي د یادو خلکو ستونزې، شکایات واوریدل او اړوندو مراجعو ته یې د حل په موخه لازمې سپارښتنې ورکړې.