بلنکین: طالبان دې خلکو ته د خوندي سفر اجازه ورکړي

بلنکین: طالبان دې خلکو ته د خوندي سفر اجازه ورکړي


  • 3 کاله دمخه (26/08/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1337

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ویلي، چې د اګسټ له ۳۱ مې نیټې وروسته امریکا له افغانستان څخه وځي؛ خو دا په دې مانا نه ده، چې هلته د امریکا سفرونه بند شول؛ مګر طالبان به بیا هم هغو خلکو ته د مصون سفر برابرولو کې مرسته کوي، چې له هیواد څخه د وتلو په لټه کې دي او طالبان باید خلکو ته د خوندي سفر برابرولو کې مرسته وکړي.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې که نړیوال خفه کیږي، که خوشالیږي اوس مهال طالبان پر افغانستان واکمنان دي او امریکا له یادې ډلې سره خبرو ته اړتیا لري.

د بلنکین په خبره امریکا هڅه کوي، چې له طالبانو سره خبرې وکړي او د بشر حقونو او ښځو حقونو په برخه کې یوې نتیجې ته ورسیږي.

باید یاده شي، چې د طالبانو له راتګ سره سم، ګڼ شمېر خلکو له هېواد څخه د وتلو هڅې پیل کړی او کانډا، امریکا، جرمني او نورو هېوادونو ته زرګونه افغانان کډول شوي دي