بامیانو کې یو ۱۳ کلن هلک ځان‌وژنه کړې

بامیانو کې یو ۱۳ کلن هلک ځان‌وژنه کړې


  • 1 کال دمخه (14/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 405

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، په بامیان ولایت کې یو ۱۳ کلن هلک ځان ځړولی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.

د یاد ولایت امنیه قوماندانۍ په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه د بامیان مرکز په شهیدان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

خبر پاڼه کې زیاته شوې، چې د امیر خان په نوم دغه هلک په خپل کور کې ځان په دار کړی دی. 

تر اوسه د دغې پېښې علت څرګند نه دی.

سرچینې د پېښې په تړاو د پلټنو پیلېدو خبر ورکړی دی. 

په دې وروستیو کې په هېواد کې دا ډول پېښې زیاتې شوې دي.

ارواه پوهان د دا ډول پېښو لامل کورنی تاوتریخوالی او فقر ګڼي.