د سپټمبر ۱۱مه؛ پر امریکا د القاعده د برید ۲۲مه کالیزه ده

د سپټمبر ۱۱مه؛ پر امریکا د القاعده د برید ۲۲مه کالیزه ده


  • 1 کال دمخه (11/09/2023)
  • سمسور نیوز
  • 444

نن (د سپټمبر ۱۱مه) په امریکا کې د نړۍوالۍ سوداګرۍ مرکز پر برجونو او د پنتاګون پر ودانۍ د القاعده شبکې له خوا د برید له ۲۲مې کلیزې سره برابره ده.

د امریکايي چارواکو په وینا، په دغه برید کې نږدې ۳۰۰۰ تنه ووژل شول او په سلګونه نور ټپيان شول.

۲۲ کاله مخکې (د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۱مه) څو یرغمل شوې الوتکې د امریکا پر دوو هغو مهمو ودانیو وجنګول شوې چې د دغه هېواد د اقتصادي، سیاسي او نظامي ځواک څلي او سمبولونه بلل کېدل.

دغه بریدونه، د امریکا په خاوره کې تراوسه له سترو بریدونو څخه شمېرل کېږي.

له دغو بریدونو وروسته، د امریکا له په افغانستان کې د «ترهګرۍ پر ضد جګړه» پېل شوه.