د بهرنیو چارو وزارت څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال میرویس ناب په یوه رسمي سفر تاجکستان ته تللی او هلته یې د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي.
په دغې لیدنه کې په بین الافغاني مزاکراتو، د اسیا زړه هېوادونو د کنفرانس په جوړېدو او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا خبرې شوي.
تاجکستاني چارواکو ویلي، چې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې همکاریو ته ادامه ورکوو او د هغې سولې ملاتړ کوو، چې جګړه ختمه کړي او د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې وساتي.