روسیې د ط.البانو او تاجکستان تر منځ د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه وکړه

روسیې د ط.البانو او تاجکستان تر منځ د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه وکړه


  • 3 کاله دمخه (01/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1140

روسیې له افغانستان او تاجکستانه غوښتي هر ډول خپلمنځي اختلاف په داسې ډول حل کړي، چې دواړو هېوادونو ته د منلو وړ وي. 

تاس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند الکسي زیاتسیف له قوله ویلي، مسکو د افغانستان او تاجکستان په اړیکو کې "تاوتریخوالی" او سرحد ته د دواړو هیوادونو له خوا د قواوو د استول کیدو څارنه کوي.  

روسي چارواکو ویلي، د ط.البانو د سرچینو پر اساس، د هغې ډلې په زرګونه ځواکونه تخار ولایت ته، چې له تاجکستان سره پوله لري، رسېدلي‌ دي. 

خو له دې سره سره رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت او د ط.البانو چارواکو تر اوسه د دواړو هېوادونو د لانجو او د سرحدي نظامي تحرکاتو په اړه تبصره نه ده کړې.