سمسور (۲۱غبرګولی۱۴۰۱) ترکي رسنیو راپور ورکړی، چې ترکیې د افغان کډوالو د اېستلو په دوام څه باندې ۲۰۰ تنه نور کډوال هم له خپل هېواد شړلي دي.
د رسنیو د راپور له مخې، ۲۲۰ افغان کډوال، چې په غیر قانوني توګه ترکیې ته ننوتي وو، بېرته افغانستان ته لېږدول شوي.
د معلوماتو له مخې، دغه کډوال تېره ورځ د ترکيې له استانبول ښار څخه د يوې الوتکې په وسيله کابل ته لېږدول شوي.
د یادونې ده، چې ترکیه اروپا ته د کډوالو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د تګ اسانه ټرانزیټي لار بلل کېږي.
په هېواد کې بېکاري او د خلکو خراب اقتصاد د دې لامل شوې، چې ګڼ شمېر افغانان په قاچاقي لارو ایران، پاکستان او ترکیې ته مخه کړي.