طالبان: نړیوال دې جینوا کې له اسلامي امارت سره په همغږۍ مرستې وکړي

طالبان: نړیوال دې جینوا کې له اسلامي امارت سره په همغږۍ مرستې وکړي


  • 3 کاله دمخه (19/11/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1203

 

طالبان وایي نړیوال دې جینوا کنفرانس کې له اسلامي امارت سره په همغږۍ مرستې وکړي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند وایي چې نړیواله ټولنه او مرستندویه هیوادونه دې له طالبانو سره په همغږۍ خپلې مرستې وکړي څو ددغو مرستو د حیف و میل کېدو مخه ونیول شي او د څو مشخصو کسانو جیبونو ته لاړې نه شي.

طالبان وایي له ټولو مرستندویانو مننه کوي خو هغه مرستې، چې د افغانانو په نوم تېرو کلونو کې شوي ټولې ضایع شوې دي، بې وزله افغانانو ته نه دي رسیدلي دي، نو پکار ده، چې دا ځل کېدونکې مرستې له طالبانو سره همغږې شي څو عامو افغانانو ته ورسیږي.

ټاکل شوې د روانې میاشتې په ۲۳مه نېټه د افغانستان په اړه د جینوا کنفرانس جوړ شي.