د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي خبر ورکوي، چې د روان ۱۴۰۳ لېږدیز لمریز کال په تېرو ۱۱ میاشتو کي شاوخوا ۲۹۶ زره مټریک ټنه تازه مېوه بهر ته صادره شوې ده.
د دغه وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له دغو صادراتو څخه ۱۴۳ میلیونه او ۱۱۰ زره امریکايي ډالر لاسته راغلي دي.
د جواد په وینا، په دغه مېوه کې انار، انګور، مڼې، زردالو، ځمکني توت، ګیلاس، انځر، خټکي، هندواڼې، زردالو او یو شمېر نورې مېوې شاملې دې، چې پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، هالنډ، چین، انګلستان، امریکا، فرانسې، اسټرالیا، عراق، سعودي عربستان او کاناډا هېوادونو ته صادره شوې ده.