د چمن پرلت ته د اصغر خان اڅکزي وینا: پاکستان د پښتنو په وېشلو بوخت دی

د چمن پرلت ته د اصغر خان اڅکزي وینا: پاکستان د پښتنو په وېشلو بوخت دی


  • 1 کال دمخه (05/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 643

‏د چمن پرلت ته د عوامي نېشنل ګوند ایالاتي مشر اصغر خان اڅکزي په خپله وینا کې ویلي، پاکستاني حکومت د پښتنو په ویشلو بوخت دی.

ده ویلي، چې پاکستاني حکومت په یو او بل نوم پښتانه د ترهګرۍ ښکار کړي؛ خو د خوښۍ ځای دا دی، چې اوس دغه قوم ویښ شوی او خپل دښمن یې پېژندلی دی.

اڅکزي زیاته کړې، چې له تېرو ۷۵ کالونو راپدې خوا د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ازاد تګ راتګ کېده؛ خو اوس یې پاسپورټ ورته بهانه کړی. 

نوموړي دا هم ویلي، چې د پاکستان حکومت له لوري له افغان کډوالو سره کېدونکي عمل ورته د منلو نه دی.

د یادونې وړ ده، چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې په چمن کې  ولسي پرلت ﺭوان دی.

پرلت کوونکي د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي، چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو خلکو او کاروباريانو ته دې د پاسپوﺭټ کارولو شرط ختم کړي.