ازبکستان: پر افغانستان مو برېښنا نه ده پرېکړې، د ستوزې پر حل کار روان دی

ازبکستان: پر افغانستان مو برېښنا نه ده پرېکړې، د ستوزې پر حل کار روان دی


  • 2 کاله دمخه (14/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 774

سمسور نیوز (۲۳لېندۍ۱۴۰۱) ازبکستان وایي، افغانستان ته د صادراتي برېښنا جریان نه دی درول شوی، بلکې د تخنیکي ستونزې له کبله په کې کموالی راغلی. 

د ازبکستان د انرژۍ وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د ستونزې پر حل کار روان دی او ژر به برېښنا خپل عادي حالت ته راوګرځي.

بل خوا، ‏د افغانستان برېښنا شرکت مسؤلین وايي، په کابل او ۱۱ ولایتونو کې د پرچاویو د کچې راټیټولو په هدف یې د ۶۰ میګاواټو په ظرفیت د تره خېلو حرارتي دستنګاه چالانه کړې ده. 

یاد شرکت وايي، په ازبکستان کې د انرژۍ کموالي له امله دغه هېواد افغانستان ته خپله صادراتي برېښنا ۶۰ سلنه راټیټه کړې ده.   

د افغانستان برېښنا شرکت مسؤلینو له خلکو غوښتي، چې د برښنا کمېدو ستونزې تر حل پورې زغم ولري. 

په همدې حال کې بیا خلک شکایت کوي، چې د برېښنا ډېرې پرچاوۍ له ستونزو سره مخ کړي دي او دوی د ستونزې د ژر حل غوښتنه کوي.