کندهار کې ۳ ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شوی

کندهار کې ۳ ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شوی


  • 2 ورځي دمخه (04/01/2025)
  • شریف الله ولیزاد
  • 16

د کندهار ولایتي چارواکو خبر ورکړی، نن د کندهار ولایت په مرکز کندهار ښار کې د یوه شخصي شرکت لخوا د وطني تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی دی. 

د هغوی په وینا، په دغه نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د یاد ولایت د صنایعو او معدنونو خونې او کډوالۍ نړیوال سازمان (I.O.M) په همکارۍ جوړ شوی او تر راتلونکې دوشنبې پورې به دوام وکړي.  

ویل کېږي، چې په دغه نندارتون کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ۱۵۰ شرکتونو ګډون کړی دی. 

د یادو چارواکو په وینا، دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو د بازار موندنې په موخه جوړ شوی، چې خوراکي او غیر خوراکي توکي، د کرهڼي اوسپنیز وسایل، د شیدو تولیدات، لوښي، د فېشن سامان آلات او ځيني نور وطني تولیدات نندارې پکښې وړاندي شوي دي.