د حکومت اقتصادي مرستیال تهران کې د ایران بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

د حکومت اقتصادي مرستیال تهران کې د ایران بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي


  • 1 کال دمخه (05/11/2023)
  • سمسور نیوز
  • 542

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ایران ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیرعبداللهیان سره لیده کاته کړي دي.

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت پر اېکس پاڼه لیکل شوي چې په دغې لیدنه کې دواړو لورو په سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، کلتوري او نورو برخو کې د ګډو همکاریو په هکله هر اړخیزې خبرې اترې کړې دي.

ورته مهال په دغې لیدنه کې، ښاغلي برادر د ایران له لارې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ پر زیاتوالي، په افغانستان کې د ایراني پانګوالو پر پانګونې، افغانانو ته د وېزو د ورکړې په برخه کې د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو او همدارنګه په ایران کې د مېشت افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو او له هغوی سره د ښه چلند په اړه هر اړخیزې خبرې اترې کړې دي.