جرمني د افغان کډوالو د منلو لپاره نوی پروګرام اعلان کړ

جرمني د افغان کډوالو د منلو لپاره نوی پروګرام اعلان کړ


  • 2 کاله دمخه (17/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 886

سمسور نیوز (۲۶تله۱۴۰۱) ‏جرمني د افغان کډوالو لپاره نوی پروګرام اعلان کړی، چې له مخې به یې هره میاشت له خطر سره مخ ۱۰۰۰ افغانان ومني. 

رویټرز راپور ورکړی، چې په دې پروګرام کې هغه کسان شامل دي، چې افغانستان کې یې ژوند خطر سره مخ دی او یا د خپلو فعالیتونو له امله ګواښل شوي.

سرچینې ویلي، ‏د دې پروګرام پر اساس نوي کسان په خپله غوښتنه نه شي کولای، بلکې د ځینو جرمني نهادونو له لوري د جرمني حکومت ته ور پیژندل کېږي.

په دې ډله کې ځینې هغه کسان شامل دي، چې لا پخوا په ځینو لېستونو کې ثبت شوي دي.