د اروزګان دامنیې قومندانۍ مسئولینو په ګېزاب ولسوالۍ کې هلمند سیند ته د یوه موټر د لوېدلو په پېښه کې د اتو کسانو د وژل کېدو او یوه بل د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د یادې قومندانۍ ویاند بلال اروزګاني سمسور نیوز ته ویلي، چې دا پېښه پرون د شپې درې بجې د ترینکوټ- ګېزاب ولسوالۍ پر لویه لاره هلمند سیند ته د یوه مسافر وړونکي لنډکروزر ډوله موټر د لوېدلو په نتېجه کې رامنځته شوې ده.
دا پداسې حال کې ده، چې شاوخو درې میاشتې مخکي په هلمند ولایت کې هم هلمند سیند ته د یوه موټر لوېدلو په پېښه کي شپږ کسان مړه شول.