د سوداګرۍ خونه: روسيې پر افغان صادراتو ګمرکي تعرفه معاف کړې

د سوداګرۍ خونه: روسيې پر افغان صادراتو ګمرکي تعرفه معاف کړې


  • 2 کاله دمخه (15/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 717

سمسور (۲۵غبرګولی۱۴۰۱) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي، چې روسیې پر افغان صاداراتو ګمرکي تعرفه معاف کړې ده.

د دغه خونې مرستیال یونس مومند رسنیو ته ویلي، چې دا پرېکړه تېره اونۍ یوه اونۍ وړاندې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسولینو په ګډه ناسته کې وشوه.

ده همدا راز ویلي، په کومو افغان محصولاتو، چې د روسیې ګمرکې تعرفه معاف کېږي ژر به يې د نومونو لست خپور شي.

د دغه خونې شمېرې ښېي، چې په تېر کې د روسیې له لوري پر افغان محصولاتو لوړې ګمرکې تعرفې دغه هېواد ته د صادراتو پر کموالي اغېز کړی وو.

کشمش، کچالو او پیاز هغه افغان محصولات دي چې روسیې ته وړل کېږي.