امریکا او بریتانیا افغانستان ته ۳،۶۰۰ نوي سرتېري‌رالېږي

امریکا او بریتانیا افغانستان ته ۳،۶۰۰ نوي سرتېري‌رالېږي


  • 3 کاله دمخه (13/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1296

د امریکا دفاع وزارت وايي، د افغانستان د امنیتي وضعیت خرابېدو له کبله امریکا دې هېواد ته درې زره سرتېري لېږي، چې په کابل کې د امریکا له سفارته ځیني خپل کارکوونکي ولېږدوي. 

د دې وزارت ویاند جان کربي پرون ویلي، د پوځ او سمندري ځواک دا سرتېري به په دوو ورځو کې افغانستان ته ورسېږي، چې د کابل په هوايي ډګر کې د امریکا سفارت د یو شمېر کارکوونکیو په اېستلو کې مرسته وکړي. 

په کابل کې د امریکا په سفارت کې د کارکوونکیو د شمېر د کمولو پرېکړه د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس اعلان کړې‌ده.  

په همدې حال کې د بریتانیا دفاع وزیر بین والېس پرون ویلي، هېواد به‌یې افغانستان ته ۶۰۰ سرتېري واستوي، چې په دې هېواد کې د مېشتو بریتانویانو په اېستلو کې مرسته‌وکړي. 

د نوموړي په وینا چې دا سرتېري به په راتلونکو څو ورځو کې کابل ته ورسېږي.

امریکا او بریتانیا داسې مهال افغانستان ته سرتېري رالېږي، چې په ګڼو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ جګړې تېزې شوې دي.

دا مهال طالب جنګیالیو له افغان دولت ګڼې سیمې او د یو شمېر ولایتونو مرکزونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي، چې د مالوماتو له‌مخې دغه ډله د نورو ولایتونو د مرکزونو د نیولو په هڅه کې هم‌ده.