د روسیې ولسمشر له اوکراین سره په جګړه کې د اتومي وسلې د احتمالي کارونې فرمان لاسلیک کړی دی.
ولادېمیر پوتین دا فرمان داسې مهال لاسلیک کړی، چې د اوکراین او روسیې تر منځ د جګړې زر ورځې پوره شوې.
نوموړي دا فرمان تر هغې وروسته امضا کړ، چې جوبايډن اوکراین ته د لرې واټن وېشتونکو توغندیو د استعمال اجازه ورکړه.