سمسور

خپلواکه، ټولنیزه او فرهنګی خپرونه

دوشنبه د ١٤٠٣ لمريز کال د سلواغې ١
سرګي لاوروف:  امریکا د نظامي اډو جوړولو په لټه کې ده

سرګي لاوروف: امریکا د نظامي اډو جوړولو په لټه کې ده


  • 3 کاله دمخه (13/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1249

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، چې امریکا د افغانستان شاوخوا سیمو کې د نظامي اډو جوړولو په لټه کې ده.

لاوروف دا هم ویلي، چې امریکا دمګړۍ له افغانستان نه ده وتلې او د دې لیوالتیا لري، چې دغه هېواد کې نظامي مداخلې او هوایي بریدونه وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې امریکا به له دې نظامي اډو د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او په هغه ځای به بریدونه کوي، چې د امریکا ګټو ته ترې خطرونه جوړیږي.

لاوروف هغه سیمې نه دي په ګوته کړي، چې امریکا به نظامي اډې په کې جوړوي؛ خو تر دې وړاندې یو شمېر راپورونه خپاره شوي ول، چې امریکا پاکستان کې نظامي اډې جوړوي او پاکستان هم ځای ورکوي.

امریکا تر اوسه د اډو جوړولو په اړه رسمي څه دي ویلي.