د پنټاګون مرستیالې ویاندې سبرینا سېنګ ویلي، امریکا چمتو نه ده، چې له اوکراین سره په مستقیمه جګړه کې ښکېله شي.
هغې ویلي، روسیې د شمالي کوریا له سرتېرو مرسته وغوښته او په دې کار سره یې دا جګړه لا سخته کړه.
سېنګ ویلي، واشنګټن په مستقیمه جګړه کې ځان نه ښکېلوي؛ خو اوکراین سره هر ډول مرستو ته چمتو ده.
نوموړې دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې روسیه وايي، له ناټو سره مخامخ په جګړه کې ښکېلېدو ته نږدې شوي.