عطا محمد نور راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ودریږي.

عطا محمد نور راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ودریږي.


  • 2 کاله دمخه (13/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1568

سمسور(سه شنبه د وري ۲۴) د جمعیت ګوند اجرایيه رئیس عطامحمد نور وایي، چې غواړي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې ځان کاندید کړي.

هغه، چې کابل کې یې د سولې په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل، اوسنی امنیتي وضعیت د منلو نه دی او باید تغیر ومومي.

نوموړي د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش خبرو ته په اشارې وویل، چې موږ د ولسمشر طرحې سره مخالفت نه دی کړی، خو د ولس غوښتنې راته لومړیتوب لري.

عطا محمد نور په داسې حال کې د ځان کاندېدولو خبره کوي، چې ولسمشر غني د سولې د طرحې په تشریح کې ویلي، چې که طالبان له وخت مخکې ټاکنې ومني؛ نو دی بیا نه کاندیدیږي.

که څه هم ټاکل شوې وه، چې د اپریل په ۴۶ به د ترکیې کنفرانس جوړ شي؛ خو طالبانو ویلی، چې اوس مهال یاد کنفرانس ته امادګي نلري.