خلیلزاد ته د لېوال لیک؛ استازیه! د خپلې مور خبره دې هم ونه منله

خلیلزاد ته د لېوال لیک؛ استازیه! د خپلې مور خبره دې هم ونه منله


  • 10 مياشتي دمخه (18/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 962

کلکه پرېکړه مې وه، چې بیا به چاته سیاسي لیک نه لیکم. خو ستا له تناقضاتو ډکې څرګندونې دومره زیاتې شوې، چې نور راته چوپ پاتېدل ګناه ښکاري. ستا له تناقضاتو ډکې او وارخطا اوتې بوتې ښيي، چې د افغانانو شعور ته په سپکه ګورې، فکر کوې افغانان په هیڅه پوهېدلای نه شي؟ 

ستا تناقضات ستا له کتاب «استازي» څخه راپیلیږي. په کتاب کې دې لیکلي، چې ګواکې مور دې تل دا سپارښتنه  درته کوله، چې افغانستان او افغانانو ته خدمت وکړې...

خدمت دې وکړ؟ 

خو اوس، چې هرڅوک درنه پوښتي، ولې دې افغانستان سقوط کړ؟ ولې دې د زرګونه افغانانو ژوند او د افغان ښځو او نجونو  تعلیم د امریکا د ګټو قرباني کړل؟ په سپینو سترګو ورته وايې: زه د امریکا مامور وم، زما ماموریت د امریکا د عسکرو او امریکايي ګټو خوندي کول وو... 

دا ضد ونقیض ویناوې دې چیغې وهي، چې یا دې په کتاب کې په خپلې ارواښادې بیولوژیکي مور پسې دروغ ویلي او یا اوس په خپلې معنوي مور(وطن) پسې دروغ وايې. که څه هم ستا لپاره به ستا موروطن امریکا وي. 

موږ له اوله پوهېدو او هماغه وخت مو لیکلي هم دي، چې د «بمونو مور» باندې راسپور استازی د افغان او افغانستان د ګټو لپاره راروان نه دی. 

بل تناقض: 

له یوې خوا په پوره وقاحت وايې، چې ستا لپاره د امریکا ګټې لومړۍ دي او امریکا پرېکړه کړې وه، چې په هرقیمت باید له افغانستان څخه وځي، ځکه د یوکراین جګړه پیلېدونکې وه. خو له بلې خو هره ورځ رسنیو ته ورمنډې وهې په کړکېچو پاړسي یا انګریزي لګیا یې، چې ګواکې د افغانستان ولسمشر او ملګري یې د سقوط لامل شول؟ که د افغانستان خلکو ته وایې، چې ستا یې د افغانانو له بدمرغۍ سره کار نشته، ځکه د امریکا مامور یې، بیا نو دومره مرکو او مامه‌زالیو ته اړتیا څه ده؟

 لکه د امریکا زرګونه نور مامورین غلی کېنه او د افغانانو په زخمونو مالګې مه شینده. 

د امریکا امریکايي‌الاصله مامورین هېڅ د دې پروا نه لري، چې په افغانستان کې د دوی په اړه خلک څه فکر کوي؟ خو له تاسره کومه پټه اندېښنه شته، یا دې هغه ضمیر ځوروي[ چې نه یې لرې] او غواړې د افغانانو په ذهن کې ځان سپین کړې، دا سپیناوی نه کیږي، ځان مه ستومانوه!  دلیل به یې زه دروښییم؛ له وسلو او پيسو پرته د شاوخوا څلوېښتو میلیونو افغانانو په نظر کې ځان وتله، سروې وکړه! په حیرانتیا به وګورې، چې ټول څلویښت میلیونه افغانان (طالب او ناطالب، لوستی او نالوستی) دې د خپلې ملي بدمرغۍ اصلي مسئول بولي او ټول درڅخه کرکه لري. هېڅ مرکه به دې افغانانو ته سپین نه کړي. خو که غواړې خپلو خلکو (امریکایانو) ته ځان سپین کړې، نو دې ته خو اړتیا نه شته، ځکه تا خو – ستا په ژبه -  خپل امریکايي ماموریت په بهترینه بڼه ترسره کړی دی او هغوی درڅخه خوښ دي. 

بل تناقض: 

یوځای وایې، چې امریکایان په دنیا کې د نورو لپاره د بشري حقونو او دیموکراسي د تأمین مسئولیت نه لري. بالکل سمه ده، نه یې لري. بیا نو هغه مهال، چې په افغانستان کې د امریکا سفیر وې، زرګونه ځله دې ولې دروغ ویل، چې د افغانانو لپاره د ښځو تعلیم،  بشري حقونه او دیموکراسي غواړې؟

یا خو نن درواغ وایې یا دې هغه مهال درواغ ویل. راځه په یو ځل درواغو اعتراف وکړه، نه افغان، نه امریکايي بلکې ښايي د یوه انسان په توګه به دې خپل مسئولیت ادا کړی وي.

«زلمی» وې، چې افغانستان دې د اووه‌سري ښامار داړو ته کېناوه او اوس بیخي بوډا یې، نه پوهېږم لاهم کومې سیاسي راتلونکې ته په تمه یې او هڅې کوې؟ اوس به وایې: په سیاست کې اخلاق نه‌شته، سیاست عاطفه نه پېژني،  او د زور اوبه مخ پورته ځي!

بل تناقض: 

وايې: په دوحه کې طالب مشرانو ژمنه درسره کړې وه، چې دوی به د ښځو حقونو ته درناوی کوي. ان دا چې دوی به ښځې وزیرانې هم وټاکي. اوس نو چې دوی خپلې ژمنې نه عملي کوي، ته بیچاره څه کولای شې؟ په دې کې خو ته ملامت نه یې! دا خو دوی دي، چې خپلې ژمنې نه عملي کوي. بس همدومره ساده. 

نو کله چې د افغانستان ولسمشر وار وار ویل، چې مخالفان بدل شوي نه دي، بلکې لا افراطي شوي دي، کله چې لسګونو افغان روښانفکرانو ویل، لیکل او تکرارول، چې هیڅه بدل شوي نه دي، بلکې لا بدتر شوي هم دي، هغه مهال دې غوږونو او ماغزو څه ستونزه لرله؟ 

د امریکا سیاست که هرڅه و، خو تا شخصي عقدې وپاللې او یو ملت دې د خپل شخصي ضد قرباني کړ. 

بل تناقض: 

وایې: که ولسمشر وتلای نه وای، نو واک به رسماً لېږدول شوی وای. یعنې څه؟ رسمي واک لېږدولو به د اوسني وضعیت کوم ځای بهتره کړی وای؟ غواړې څه ووایې؟ « د واک مشروع لېږد» څنګه تعریفوې؟  

بل ځای وایې، چې ولسمشر او ملګري یې پر خپلو ارزښتونو ونه درېدل، یعنې باید په کابل کې یې روستۍ جګړه کړې وای؟ دغه ځای لږ روښانه کړه، هيڅوک نه پوهیږي، چې ستا نقشه څه وه؟ څه کېدونکي وو؟ 

راځه د خپل ایډیال مشر رونالدټرمپ په شان کټر، کورټ او سپین وغږېږه او افغانانو ته ووایه، چې: ته یو امریکايي مامور وې او تا ته د افغان و افغانستان هېڅ ګټه، ښېګڼه او حق مهم نه و، د خپلې ارواښادې مور وصیت دې یوازې یو سیاسي - تبلیغاتي دروغ و. خپل ماموریت دې ترسره کړ او افغانستان دې پرېښود، بس خلاص!

روستني دهقاني منطق دې بیا له ګڼو خلکو سره نوې وسوسې زیږولي، ګواکې ویلي دې دي، چې: د امریکا کیسه لا په افغانستان کې پای ته رسېدلې نه ده، یو بل فصل لا پاتې دی او هغه «ارزښتونه!!!» چې تا کرلي وو اوس به حاصلات کوي؟!

 الله ج دې خیر پېښوي.

تا د رونالد ریګن له زمانې څخه د افغانستان لپاره درې فصله زهرجن زقوم کرلي او حاصل ته رسولي دي. نوې اندېښنه دا ده، چې دا نوي کرل، رېبل به دې څه وي؟ په دې نوي او مبهم فصل کې به دې د افغانستان لپاره څه مصیبتونه درمند کړي وي؟ دا ځل به څه غم راوړې؟ 

«کرمیه! چې غم نه وي ته غم راوړې

کرمیه! که زما په دعا کېږي

کرمیه! په لم غوټه سپرو واوړې!...»

هو، ریښتیا: 

کرمی پېژنې؟

د پتې خان و رابیا د نکل په اړه دې څه اورېدلي؟