نن او سبا په یو شمېر ولایتونو کې د سخت باران او واورې اټکل شوی

نن او سبا په یو شمېر ولایتونو کې د سخت باران او واورې اټکل شوی


  • 1 کال دمخه (02/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 639

سمسور نیوز (۱۳سلواغه۱۴۰۱) د هوا پېژندنې ادارې من او سبا د هېواد په ځینو ولایتونو کې د سخت باران او واورې ورېدو وړاندوینه کړې ده.

د دې ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ولایتونو  کې بدخشان، میدان وردګ، بامیان، دایکندي، سرپل، غور، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات او فراه شامل دي. 

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دغو ولایتونو کې له پنځو تر دېرش ملي مترو پورې باران او له لسو تر ۳۰ سانتي مترو پورې د واورې د ورښت اټکل شوی. 

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د روان ژمي د سړې هوا او یخنۍ له کبله وار له مخه تر سلو ډېر کسان مړه شوي او لسګونه زره څاروي تلف شوي دي.