د واکسین د میلیونونو ډوزونو د ذخیره کولو لپاره تاسیساتو جوړېدل

د واکسین د میلیونونو ډوزونو د ذخیره کولو لپاره تاسیساتو جوړېدل


  • 3 مياشتي دمخه (30/09/2024)
  • سمسور نیوز
  • 93

 د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وایي، په افغانستان کې یې د واکسین د ۶۰ میلیونه ډوزونو د ذخیره کولو لپاره تاسیسات جوړ کړي. 

یونېسف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دا تاسیسات د جاپان او د واکسینونو لپاره د نړیوال اتحاد په مالي مرسته جوړ شوي دي. 

یاد سازمان زیاتوي، چې په دې تاسیساتو کې د واکسین د ډوزونو د ساتلو لپاره خونې او یخچالونه شامل دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، واکسین باید په سړو ځایونو کې وساتل شي، ترڅو خپل اغېزمنتوب وساتي. 

یونېسف داسې مهال د واکسین ذخیزه کولو د تاسیساتو جوړېدو خبر ورکوي، چې روان کال په هېواد کې د ګوزڼ ۱۸ مثبتط پېښې ثبت شوې چې یوازې ۱۱ یې په کندهار کې دي.