ننګرهار کې سختې ګرمۍ له یو تنکي ماشوم ژوند واخیست

ننګرهار کې سختې ګرمۍ له یو تنکي ماشوم ژوند واخیست


  • 1 کال دمخه (24/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 561

د ننګرهار په لعلپورې ولسوالۍ کې د شدیدې ګرمۍ له امله یو څلور میاشتني ماشوم، علي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سیمې اوسېدوونکي وایي، دغه پېښه تېره شپه د لعلپورې ولسوالۍ اړوند «ګلډاک» سیمه کې رامنځته شوې. 

د سرچینې په خبره، یاد ماشوم ګرمۍ وهلی و ځکه کورنۍ یې بې وزله او دومره توان یې نه درلود چې د ځان لپاره سولري بریښنا برابره کړي. 

ننګرهار کې یاد ماشوم داسې مهال د ګرمۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې تېره ورځ په دغه ولایت کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد په کچه ۴۹ ته رسېدلې وه.