رینا امیري د بشري حقونو مدافعانو سره د افغانستان په اړه غږېدلې

رینا امیري د بشري حقونو مدافعانو سره د افغانستان په اړه غږېدلې


  • 1 کال دمخه (10/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 541

د افغان ښځو د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په افغانستان کې د بشري حقونو د وضیعت په اړه د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو د مدافعانو د چارواکو له ډلې سره خبرې کړې دي.

امیري پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې یې د بښنې نړیوال سازمان د خپور شوي راپور په اړه هم خبرې کړې دي.

د هغې په خبره، دوی له ناوړه وضعیت څخه د افغان نجونو د راویستلو لپاره د بښنې نړیوال سازمان او بشري حقونو د مدافع ډلو له هڅو مننه کوي.

نوموړې د دې لیدنې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د تېرې می میاشتې په شپږمه نېټه د یادو دوو بنسټونو راپور خپور شو، چې په کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې په افغانستان کې د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی دې وڅېړل شي.