متقي: روغتیا، زده‌کړې، اقتصاد او بشري مرستې باید له سیاست سره ونه تړل شي

متقي: روغتیا، زده‌کړې، اقتصاد او بشري مرستې باید له سیاست سره ونه تړل شي


  • 8 مياشتي دمخه (05/05/2024)
  • سمسور نیوز
  • 305

د روغتیا نړیوال سازمان او یونېسف ګډ جګپوړي پلاوي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کابل کې کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند ضیا احمد تکل په خپره کړې خپرپاڼه کې ویلي، چې په دغې کتنه کې، افغانستان کې د پولیو پر ضد هڅو، د افغانستان او سیمې ترمنځ د روغتیا په تړاو خبرې شوې دي.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې په دغې کتنه کې د نړیوال روغتیايي سازمان استازې حنان بلخي ویلي، پر داسې طرحې کار کوي چې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د روغتیا ډیالوګ ته زمینه برابره کړي.

مېرمن بلخي غوښتنه کړې، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د دغه ډیالوګ مشري وکړي.

نوموړې همدارنګه د افغانستان له روغتیايي برخې سره د بل‌ګېټس بنسټ د ۱۵ میلیونه ډالرو د ځانګړي کېدو او سعودي عربستان او قطر هېوادونو د درې، درې میلیونه ډالرو له مرستې خبر ورکړی دی.

ورته مهال بل ګېټس بنسټ په افغانستان او پاکستان کې د پولیو د له‌منځه وړلو لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالره په پام کې نیولي دي.

خبر پاڼه کې ویل شوي، چې په دغې کتنه کې امیرخان متقي له پولیو سره مبارزه د افغان حکومت له لومړیتوبونو بللې او د روغتیا ډيالوګ په برخه کې یې ګډ کار ته چمتووالی ښودلی دی.

هغه څرګنده کړې، چې روغتیا، زده‌کړې، بشري مرستې او اقتصادي مسایل باید له سیاست سره ونه‌تړل شي.