سمسور نیوز (۵لړم۱۴۰۱) ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې د ايران د شيراز په شاه چراغ زيارت بريد کې ۱۵ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.
د دې برید مسؤلیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی دی.
په ايران کې خبري سرچينو د ټپيانو شمېر ۴۰ تنه ښودلی او د قربانيانو د شمېر زياتېدو وېره ښودل شوې ده.
د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کسانو کې دوه ماشومان او یوه ښځه هم شامله ده.
د ایران دولتي آژانس ايرنا ليکلي، وسله وال په يوه موټر کې د شاه چراغ زيارت ته د نهمې دروازې لارې ننوتل او هلته يې پر زيارت کوونکو او خادمانو ډزې کړې.
تېر اپرېل مياشت د مشهد په شمال ختیځ کې د شیعه ګانو په یوه زیارت کې دوه عالمان هم د چاقو په برید کې وژل شوي وو.