کندز ولایت کې یو کس خپل ورور د تبر په ګزار وژلی دی

کندز ولایت کې یو کس خپل ورور د تبر په ګزار وژلی دی


  • 2 کاله دمخه (28/04/2022)
  • سمسور
  • 800

سمسور (۸غوایی۱۴۰۱) د کندز ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې یو کس خپل ورور د تبر په وسیله وژلی دی.

د سرچینې په خبره، پېښه تېره ورځ سهار مهال، د دغه ولایت امام صاحب ولسوالي په "اسماعیل‌ قشلاق" کلي کې رمنځ ته شوې ده.

د مالوماتو له‌مخې، قاتل خپل ورور تر یوې لفظي شخړې وروسته د تبر په وسیله وژلی دی. 

ځایي امنیتي چارواکي همداشان وایي، چې امنیتي ځواکونو یې قاتل تر پېښې وروسته نیولی او دا مهال ترې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.