د کابل _ جلال اباد پر لويه لاره د لغمان په مشالې کمر سيمه کې د ترافيکې پېښې له امله درې تنه مړه شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د لغمان امنیتي مسوولینو ویلي، چې دغه پېښه نن سهار د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کابل _ جلال اباد پر لاره د سوزکي او مارک اېکس ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې.
د دغې پېښې ټپيان د لغمان ولایتي روغتون ته انتقال شوي دي چې د ځینو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پر د کابل- جلال اباد پر لویه لاره ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي.