نیکولسن؛ له قطري چارواکو سره د افغانستان په اړه غږېدلی

نیکولسن؛ له قطري چارواکو سره د افغانستان په اړه غږېدلی


  • 1 کال دمخه (07/03/2023)
  • سمسور نیوز
  • 596

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن ویلي چې په دوحه کې یې د اروپايي ټولنې له یو شمېر ډیپلوماتانو سره د افغانستان پر اوسني سیاسي وضعیت خبرې کړې دي.

نوموړ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې له دې ور هاخوا یې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې « لولؤ الخاطر» سره هم کتلي او د افغان نجونو او مېرمنو د حقونو په برخه کې یې د یاد هېواد له دفاع مننه کړې.

نیکولسن تېره اوونۍ افغانستان ته راغلی وو چې دلته یې د ا.ا له یو شمېر چارواکو سره دمېرنو پر کار او د نجونو د زده کړو په اړه خبرې کړې وې.

هغه په خپلو لیدنو کې د ا.ا له چارواکو غوښتي وو، چې واک انحصار نه کړي او په بهر کې له مېشتو مجربو افغانانو سره مشورې وکړي.