د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دویمه تمریناتي ۵۰ اوره لوبه له متحده عربي اماراتو څخه د ۹۵ منډو په توپیر وګټله.
افغان لوبډلې په شارجه کې د پچې له ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه او د اووه لوبغاړو پر سوځېدو یې ۲۴۹ منډې جوړې کړې؛ شرف الدین اشرف ۶۳ او اکرام علي خېل ۶۲ منډې وکړې.
د اماراتو لوبډله په ۴۲.۲ اور کې پر ۱۵۴ منډو وسوځیده او ټاکل شوي هدف ته ونه رسیده. فرید احمد او ضیا الرحمن درې درې ویکټې واخیستې.
له دې مخکې افغانستان لومړۍ تمریناتي لوبه له متحده عربي اماراتو څخه د ۱۰۹ منډو پر توپیر ګټلې وه.
افغانستان او متحده عربي امارات به د جمعې پر ورځ د شل اوریزو لوبو لړۍ پیل کړي.