د ملي اردو د یو قوماندان وژل کیدل

د ملي اردو د یو قوماندان وژل کیدل


  • 3 کاله دمخه (29/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1365

بلخ کې د ۲۰۹شاهین قول اردو وایي چې ددغې قول اردو د دریمې لیوا د دویمې قطعې قوماندان نصرت الله یمین د طالبانو د توغول شوي هاوان د لګیدو له امله ووژل شو.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو ددغه ولایت د بلخ ولسوالۍ په علم خیلو سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال هاوان توغولی چې دغه پيښه کې ۴ افغان سرتیري ټپيان شوي هم دي.