د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند ناوه پاس پخوا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ یوه مهمه لاره وه، چې ه له ډېرو کلونو راهیسې تړلې ده.
د دې سیمې اوسیدونکي وایي، چې ډیورنډ فرضي کرښې د دوی او د خیبرپښتونخوا ډېرې کورنۍ له یو بله جلا کړي.
د دوی په وینا، د پښتونخوا په باجوړ قبایلي سیمه کې یې ډېر خپلوان د پاکستان تر کنټرول لاندې ژوند کوي او له دوی جلا کړل شوي دي.
تازه، د کونړ او باجوړ قومي مشرانو د ناوه پاس لارې د پرانیستو په موخه جرګه کړې او د دواړو غاړو له واکمنو يې غوښتي، چې دغه لاره بیرته پرانیزي.
سیمه ییزې سرچینې وایي، چې په دې جرګه کې د پاکستان د حکومت او په افغانستان کې د طالبانو استازو هم ګډون درلود.
د دغې جرګي مشري د باجوړ د ناوه ګۍ قومي مشر شیخ جهانزاده کوله.
شيخ جهانزاده سمسور وېب پاڼې ته وویل: ((موږ د دواړو اړخونو مشران دا څوم ځل دی چې جرګه کېږو او د ناوه پاس لارې د پرانیستو غوښتنه کوو. د دې لارې بندېدو ولسونو ته ډېرې ستونزې جوړې کړي. اوس به ان شاءالله له اختر وروسته د دواړو خواوو ولسونو ته په دې اړه د خوشالۍ خبر ولرو.))
د هغه په وینا، په دغه جرګه کې د باجوړ لسګونو قومي مشرانو ګډون او د ناوه پاس لارې پر ژر پرانیستو ټینګار درلود.
قومي مشرانو ویلي، د دې لارې بندېدو، هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري زیانمنه کړې او هم یې د ډیورنډ فرضي کرښې د دواړو غاړو د ولسونو ترمنځ اړیکې ستونزمنې کړي دي.
د باجوړ یو بل قومي مشر لالی شاه پښتونیار وایي، هڅه کوي پاکستاني چارواکو ته د ناوه پاس لارې پرانیستو په موخه قناعت ورکړي.
هغه وایي: ((دې لارې خو د ولسونو ریشتې ختمې کړي. ورور يې له ورور، مور يې له زوی او خویندې يې له مېندو جلا کړي دي. موږ دواړو خواوو ته قناعت ورکوو چې دا لاره خلاصه کړي. دا لاره به د ولسونو ترڅنګ د تجارت د زیاتیدو لپاره هم ګټور تمام شي.))
هغه زیاتوي د دغه جرګې ګډونوالو له دواړو لوریو په سیمه کې د امنیت راوستلو غوښتنه هم کړې، ځکه په وینا يې په دې سیمو کې د جګړو تاو دواړو خواوو ته ولسونه زیانمنوي.
په دې غونډه کې د کونړ پر قبایلو ریاست د طالبانو د رژیم واکمنان هم حاضر وو، خو د ناوه پاس لارې د پرانیستو په اړه یې څه نه دي ویلي.
د کونړ یو شمېر اوسیدونکو د یادې لارې د پرانیستو د هڅو په اړه هیله مندي ښودلې، چې له نتیجې ورکولو سره به یې له ډېرو کلونو د ډیورنډ کرښې په هغې غاړه کې خپل نا لیدلي خپلوان ولیدای شي.
څو ورځې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشرتابه پلاوي ویلي و، چې طالب چارواکي د ناوه پاس بندر پر پرانېستو ټینګار کوي او لېواله دي، چې دغه سیمه په ټرانزیټي لاره بدله کړي.
له دې سره یو شمېر شنونکي اندیښمن دي، چې په دې اړه نا سنجول شوي ګامونه ښایي په سرحدي سیمو کې د پاکستان د نفوذي هڅو د پياوړتیا په ګټه تمام شي.
دوی ټینګار کوي، چې که طالبان پر جرګو او پریکړو یې ریښتیا باور لري، د ډېرو نورو مهمو مسایلو په اړه دې د خلکو غږ ته پاملرنه وکړي.
راپور صحت سمسور