زابل کې ۲۰ ښوونځي او چک ډېمونه جوړېږي

زابل کې ۲۰ ښوونځي او چک ډېمونه جوړېږي


  • 1 کال دمخه (27/11/2023)
  • شریف ولي زاد
  • 478

د زابل د اقتصاد ریاست مسؤلینو ویلي، چې راتلونکی ۲۰۲۴ زېږدیز کال د یاد ولایت په مرکز کلات ښار او ولسوالیو کې د ۲۰ ښوونځيو او چک ډېمونه جوړولو پلان لري.

د یاد ریاست سرپرست عزت الله امیر ویلي، راتلونکی کال د رغونې، پوهنې، روغتیا، اوبو مهارولو، کارموندنې او یو شمېر نورو برخو کې ځانګړي پلانونه لري، چې پر اساس به یې په مرکز او ولسواليو کې يو، يو چک ډېم او ۲۰ ښوونځيو ته ودانۍ جوړول جوړې شي. 

د یادونې ده، چې اوس مهال په دې ولایت کې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې؛ خو د دې پروژو په عملي کېدو سره به لا زیات کسان پر کار بوخت شي.