چین ویلي، له افغانستان سره د سړک جوړولو او اقتصادي پراختیا په برخه کې خپلې مرستې غځوي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د چین سفیر له سیاسي مرستیال میرویس ناب سره د لیدنې پر مهال همداراز سولې پروسه کې هم د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د وزارت اعلامیه کې وړاندې راغلي، د چین سفیر وانګ یو زیاته کړې او ویلې یې دي، هېواد یې د دې پلوی دی، چې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی پای ومومي او باثباته اوربند رامنځتهشي.
د یاد وزارت د مالوماتو لهمخې، چین به له افغانستان سره د سړک جوړولو د ماشین الاتو مرسته وکړي او تر څنګ به یې د کرونا ویروس په مهار کې هم خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
د سرچینې په حواله، د چین سفیر ښاغلي وانګ یو دغه راز ویلي، له افغانستان سره مرسته شوي واکسین به د اداري کارونو تر بشپړېدو وروسته ډېر ژر کابل ته را ورسېږي.
باید وویل شي، چې چین هېواد تر دې وړاندې له افغانستان سره په بېلا بېلو پراختیایي، اقتصادي، افغان سولې پروسې او نورو مهمو برخو کې د همکاریو ډاډ هم ورکړی وو.