امریکا؛ په افغانستان کې له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې ژمنه وکړه

امریکا؛ په افغانستان کې له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې ژمنه وکړه


  • 4 مياشتي دمخه (18/07/2024)
  • سمسور نیوز
  • 160

امریکایي چارواکو خبر ورکړی چې په افغانستان کې له سیلاب‌ځپلو سره بیړنۍ مرستې کوي.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېره کرین ډیکر وایي، په ننګرهار، کونړ، لغمان او پنجشېر کې وروستي سیلابونه د اندېښنې وړ دي او موږ هڅه کوو چې په سیمه کې اړمنو خلکو ته بیړنۍ مرستې ورسوو.

هغې په خپله ایکس‌پاڼه له سیلاب‌ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې او ژمنه یې کړی چې له زیانمنو سره به د خوراکي موادو، اوبو او نورو اړینو توکو مرستې وشي.

د طالبانو حکومت لوړپوړي چارواکي وایي، په ننګرهار کې د وروستیو سېلونو له امله لږترلږه ۵۲ کسان مړه او ۳۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د یادولو ده چې د اروپایي ټولنې چارواکو هم په افغانستان کې له سیلاب‌ځپلو سره د مرستې خبره کړې ده.