د کابینې ۱۷مه غونډه کې د اوبو پر مهارولو خبرې شوې

د کابینې ۱۷مه غونډه کې د اوبو پر مهارولو خبرې شوې


  • 10 مياشتي دمخه (20/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 446

د سرپرست حکومت د کابینې په ۱۷مه غونډه کې په هېواد کې د اوبو د ضايع کېدو د مخنيوي په تړاو خبرې شوې. 

په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د اوبو د ضايع کېدو د مخنيوي په اړه څېړنې وکړي او وروستی راپور د کابينې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

دغه راز پرېکړه شوې، چې د اوبو د تصفيې شرکتونه دې له ښارونو لېرې اوبو ته څېرمه د اوبو د تصفيې لپاره کار وکړي. 

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې وچکالي په کې ډېره او له همدې کبله خلک د اوبو لګولو او د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي له ستونزې سره مخامخ دي.