پاکستان: ترڅو چې ولسمشر غني واک پرېنږدي، طالبان د سولې خبرې نه‌کوي

پاکستان: ترڅو چې ولسمشر غني واک پرېنږدي، طالبان د سولې خبرې نه‌کوي


  • 3 کاله دمخه (12/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1128

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، ترڅو چې افغان ولسمشر محمداشرف غني جمهوري ریاست پرېنږدي، طالبان به هېڅ‌کله هم د سولې خبرو ته غاړه کېنږدي. 

نومړوي پرون په اسلام اباد کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال ویلي، په اوسني وخت کې د افغان‌کشالې حل ستونزمنه ده. 

عمران خان زیاته کړې، درې څلور میاشتې وړاندې چې د طالبانو د مشرانو پلاوی پاکستان ته ورغلی و، د ده په وینا دوی هڅه وکړه چې د سولې خبرو ته یې چمتو کړي.  

خو د عمران خان په باور د طالبانو ټینګار دا دی، چې ولسمشر غني له واک تېر شي؛ نو دوی اماده دي، څو له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي.

ولسمشر غني دمخه هم د طالبانو د دې غوښتنې په ځواب کې ویلي، دی چمتو دی چې وار له مخه انتخابات ترسره شي او واک پرېږدي؛  خو له دې پرته بهذهېڅ‌کله هم د واک لېږد ونه‌کړي. 

له نږدې یوولس میاشتو راهیسې د قطر هېواد په دوحه کې د افغان دولت او طالب مشرانو ترمنځ بین‌الآفغاني مذاکرات روان دي؛ خو تر دې دمه په‌کې په ښکاره ډول هېڅ پرمختګ نه لیدل کېږي.