د میلیونونه افغانانو ژوند سره لوبې روانې دي؛ تالېبان باید ژر یو پیاوړی حکومت جوړ کړي

د میلیونونه افغانانو ژوند سره لوبې روانې دي؛ تالېبان باید ژر یو پیاوړی حکومت جوړ کړي


  • 3 کاله دمخه (17/10/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1119

دیپلومات نشریې په خپل تازه خپاره کړي مطلبت کې ویلي، چې له طا لبانو سره د مذاکراتو پيلولو ته جدي اړتیا ده.

د یادې نشریې په باورو، دمګړی په افغانستان کې هر څه په ټپه ولاړ دي نو نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته په کار ده چې له طا لبانو سره خبرې پيل کړي او په دې برخه کې بېړه په کار ده. سرچینه کاږي چې په افغانستان کې د یوه ټولشموله، مدرن او پیاوړي حکومت  جوړېدو اړتیا ده نو ددې موخې لپاره باید نړیواله ټولنه له طا لبانو سره په بېړه او پراخې خبرې پيل کړي. په مطلب کې راځي چې د پیاوړي حکومت په جوړولو کې ځنډ د میلیونونه افغانانو له ژوند سره لوبې دي. نشریې همدا راز د نوي حکومت پر چارواکو غږ کړی چې د عامو افغانانو نظریات واوري، له دوی سره خبرې وکړي، خلکو ته په حکومت کې ځای ورکړي او په بېړه دې د افغانستان د ژغورلو او ساتلو لپاره لاس په کار شي.

باید یاده شي، چې تالېبانو ویلي، چې په خپل ټول شموله حکومت کې هم پخواني چارواکو ته وخت نه ورکوي.