سمسور نیوز (۱۹سلواغه۱۴۰۱) د بهرنیو چارو وزارت وايي، د تېرې دوشنبې په ورځ د ترکیې په زلزله کې تر اوسه له ۷۰ څخه تر سلو افغانانو د وژنې راپورونه ورکړل شوي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل ویلي، چې په دې زلزله کې د افغانانو د سل کورونو د ویجاړېدو راپورونه هم خپاره شوي.
د تکل په خبره، لا هم دا ارقام دقیق او وروستي نه دي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال ګڼ شمېر افغان کډوال په ترکیه کې مېشت دي.