د افغانستان په اړه د توکیو د پراختیا او همکارۍ کنفرانس ته


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال
  • 1271

بسم الله الرحمن الرحیم

جلالتمآبانو، درنو استازو، آغلو او ښاغلو
دا زما له پاره د ډېرې خوښۍ ځای دی چې په دې تاریخي ناسته کې له تاسې سره د بدلون د لسیزې له پاره د خپل حکومت د ستراتیژیک لرلید «پر ځان بسیاینې پر لور» په اړه خبرې کوم.
اجازه راکړﺉ چې، له موقع څخه په استفاده، د جاپان له حکومت څخه مننه وکړم چې د دې تاریخ جوړوونکي کنفرانس کوربه شو او د جاپان خلکو ته له افغانستان سره د دوی د سخاوتمندانه او بې بدله مرستو له امله کورودانی ووایم. زه همداراز تاسې ټولو ګډون والو ته زما د هېواد د سولې او پراختیا له پاره ستاسې او ستاسې د ولسونو د ملاتړ په خاطر کورودانی وایم.
تر لسو کالو په ډېره موده کې موږ اوږه په اوږه کاروکړ چې خپلې ګډې موخې، پیاوړي، د سولې خاوند او باثباته افغانستان، ته تحقق ورکړو. په پایله کې، لکه مېرمن اوګاتا چې وویل، افغانستان له یو نړېدلي هېواد څخه پر یو نوي دیموکراتیک هېواد بدل شو چې اقتصاد یې خوزنده دی، ملي امنیتي ځواکونه یې مسلکي دي او د خلکو د ژوند سطح یې لوړه شوې ده. خو موږ دا هم باید ومنو چې د تېرولاسته راوړنو د تحکیم او پایداره کولو له پاره، چې زموږ پر اقتصاد او زموږ پر خلکو پایېدونکی اغیز ولری او پرځان بسیاینې ته زموږ د لېوالتیا له پاره لار هواره کړي لازمه ده چې د پراختیایي هڅو واګي د افغانانو په لاس کې وي. د همدې غوښتنې پر بنسټ څه باندې دوه کاله وړاندې موږ د کابل پروسه پیل کړه چې په افغانستان کې د مرستو د پروسې مشري او ملکیت افغانانو ته وسپارل شي. د دې هڅو پایله د دوه ویشتو د لومړیتوب درلودونکو پروګرامونو جوړېدل وو.
د خپلو لومړیتوب درلودونکو ملي پروګرامونو پر بنسټ موږ خپله ستراتیژی داسې جوړه کړه چې خپلو موخو ته د رسېدو له پاره مشخص پلانونه لرو.
دا ستراتیژي چې د کنفرانس له پاره زموږ «پر ځان بسیاینې پر لور» اساسي سند کې تصریح شوې ده په خورا زیار له کورنیو او بهرنیو کاري شرکانو سره په همغږۍ کې جوړه شوې ده. نتیجه د ودې یوه ګړندۍ، معقوله او پایښت لرونکې ستراتیژي ده چې پر ډېرېدونکي کرنیز تولید، پیاوړي کلیوالي اقتصاد، پرمختلونکې بشري پانګې، د دوامداره اقتصادي ودې له پاره د زېربناوو پر جوړولو، زموږ د ملکي خدمتونو د موسسو د اغیزمنتیا پر ډېرېدلو، د فساد په کمولو او د قانون پر حاکمیت ولاړه ده.
جلالتمآبانو، اغلو او ښاغلو،
ښه حکومتولي زموږ د ودې د ستراتیژۍ په زړه کې واقع ده. دا هغه بنسټ دی چې پرته له هغه موږ نه شو کولای چې د خپلو ژمنو د پلي کولو په لار کې د پام وړ پرمختګ وکړو. د افغانستان ولسمشر، جلالتمآب حامد کرزي په خپله وینا کې دا ژمنه له سره نوې کړه چې دیموکراتیکه حکومتولي به د رنو، ازادو، د باور وړ ټاکنو، د قانون د واکنۍ او د فساد پر ضد د ریښتینې مبارزې پر مټ  پیاوړې کوي. سربېره پر دې، موږ خپلواکې او اغیزمنې قضایی قوې، د عامه مالیاتو راڼه مدیریت او زموږ په اساسي قانون کې تسجیل شوو بشري حقونو او ازادیو ته ژمن یو.
زموږ د پلانونو یوه برخه دا هم ده چې موږ به په ملي او ولایتي کچه د ښې حکومتولۍ د ټینګولو له پاره خپل قانوني چوکاټ پراخه کړو او خپل قوانین به لا دقیق کړو. په دې ډول به موږ وکړای شو چې په مالي تصمیم نیولو کې د ولایت او ولسوالۍ په کچه برخه واخلو.
موږ به د روڼتیا د ډېرولو له پاره د خپل مالي مدیریت د سیستمونو جوړولو ته دوام ورکړو. په دې اړه موږ تمه لرو چې د عامه لګښتونو او مالي حساب ورکونې د ارزونو او د پرانستې بودجې د انډېکس په مرسته اندازه کېدونکي پرمختګونه به مو لا زیات وي. موږ لا وار دمخه د خپلو لګښتونو د کنټرول او د خپلو عوایدو د ډېرولو په موخه خورا جدي تدابیر نیولي دي او ژمنه مو کړې ده چې زموږ کورني عواید چې اوس د کورني ناخالص تولید ۱۱٪ تشکیلوي تر ۲۰۱۶ کال پورې ۱۵٪ ته لوړ کړو. موږ نیت لرو چې د نړۍوال وجهي صندوق او نړۍوال بانک سره د خپل عامه مالي مدیریت او د خپل بانکي سیستم د ساتنې او پاکۍ له پاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.
په دې ارتباط، موږ غواړو چې د نړۍوال وجهي صندوق له سپارښتنو سره سم د کابلبانک ستونزه، هر څومره ژر چې کېدای شي، حل کړو.
اغلو او ښاغلو،
خصوصي سکتور کولای شي چې د بدلون یوه وسیله او د ګڼو پراختیایي لاسته راوړنو محرک واوسي او په دې توګه په کورني ناخالص تولید کې دوامداره زیاتېدل، د کاري فرصتونو ډېرول، د فقر کمول، توکو او خدمتونو ته ښه لاسرسی او سرچینو په اداره کې د طبیعي رقابت لامل شي. حکومت د تسهیلوونکي، قانونمند کوونکي، سیاست جوړوونکي په حیث په کلکه ژمن دی چې چې په افغانستان کې د خصوصي سکتور د بریالیتوب له پاره وړ بنسټونه کښېږدي.
د استخراجي صنایعو په اړه، حکومت یو وار بیا پر خپله ژمنتیا ټینګار کوي چې د کانونو او هایدروکاربنو په سرچینو کې د پانګونې چاپېریال لا ښه کړي، د پایېدونکې پراختیا له اصولو سره سم، په راڼه او حساب ورکوونکي ډول  د حکومتولۍ او د استخراجي صنعتونو د ادارې له پاره خپلې هڅې روانې وساتي. په دې ارتباط دا هم د یادولو وړ ده چې موږ لا وار دمخه د استخراجي صنایعو د شفافیت له نوښت سره یوځای شوي یو.
د ننني کنفرانس له پاره موږ خپلې دغه ژمنې د متقابلې حساب ورکونې په سند کې ځای کړې دي او کنفرانس ته یې د تایید له پاره وړاندې کوو.
اغلو او ښاغلو،
د راتلونکي له پاره د پلان جوړولو په ترڅ کې باید دا واقعیت و منو چې که موږ هرڅومره خوشبینه سناریو هم په نظر کې ونیسو په نېږدې راتلونکې کې افغانستان له مالي لحاظه پر ځان نه شي بسیا کېدای. د نړۍوال بانک او زموږ د حکومت د اټکلونو پر بنسټ به تر ۲۰۱۷ کال پورې افغانستان هرکال د څلور میلیارده ډالرو مالي تشې سره مخ وي. دا تشه به وروورو د بدلون په لسیزه کې (۲۰۱۵ – ۲۰۲۴) په تدریجي ډول کمېږي.
تېر کال په بن کې تاسې دا واقعیت منلی و او ژمنه مو کړې وه چې د افغانستان د بودجې تشه به د بدلون په لسیزه کې ډکوﺉ، اوس چې دلته راټول شوي یاست چې خپلو دغو ژمنو ته لا مشخصه بڼه ورکړﺉ دا به د افغانستان د خلکو له پاره یو ډېر پیاوړی پیغام وي چې ستاسې له سخاوتمندانه مرستو ، ژمن ملاتړ او پیاوړې همکارۍ سره به وکړای شي چې د سوکالۍ، پرځان بسیاینې او روښانه راتلونکې پر لور  خپل پیل شوی سفر ته په کوټلو ګامونو دوام ورکړي.
جلالتمآبانو، اغلو او ښاغلو،
له یوه پر مرستو ولاړ هېواد څخه پر ځان متکي هېواد باندې د افغانستان بدلول له نړۍوالې ټولنې څخه له افغانستان سره د داسې مرستو غوښتونکې ده چې پرځان بسیاینې له پاره لار هواره کړي.
دغه بدلون ډېر ناوخته راغی. تر اوسه لا هم د نړۍوالو مرستو په سلو کې تر اویاوو ډېره برخه له ملي بودجې بهر لګول کېږي او یوازې پینځه په سلو کې یې ریښتیا هم د افغانستان په واک کې دي. دوامداره، تدریجي بدلونونه نه شي کولای چې له موږ سره زموږ د ګډو موخو په تر لاسه کولو کې مرسته نه شي کولای، د دې له پاره د مرستو د سپارلو په پروسه کې کوټلي بدلون ته اړتیا ده.
دوستانو،
زه له ولسمشر سره خپل غږ یوځای کوم او له خپلو همکارانو څخه چې دلته راټول شوي دي غواړم چې د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړي چې هغه مرستې چې تاسې یې له افغانستان سره کوﺉ په داسې شکل وي چې د اوږدې مودې له پاره موږ پر خپل ځان متکي کړي.
د متقابلې حساب ورکونې د یو کلیدي اصل په توګه موږ د هغو ژمنو نوي کېدل غواړو چې په سلو کې پنځوس مرستې به د افغانستان د ملي بودجې له لارې لګول کېږي او په سلو کې اتیا مرستې به زموږ د لومړیتوب لرونکو ملي پروګرامونو سره په همغږۍ کې لګول کېږي.
اغلو او ښاغلو،
په ستونزمنو شرایطو کې، له ننګونو سره سره، په تېرو لسو کلونو کې زموږ ګډې لاسته راوړنې د ستایلو وړ دي. دا لاسته راوړنې، زموږ د همکارانو د دوامدار کلک ملاتړ تر څنګه، ما ته دا باور راکوي چې موږ به پر خپل ځان د بسیاینې خوب ریښتیا کړو. موږ به په ګډه په دې بریالي شو چې د افغانستان خلکو ته روغ، سوکاله، له سولې ډک او له اندېښنو پاک ژوند تامین کړو.
زه له خپلو ټولو نړۍوالو همکارانو څخه مننه کوم چې په ښه زړه او ډاډ سره زموږ ملاتړ کوي. زه له تاسې څخه مننه کوم چې د افغانستان پر امکاناتو باور لرﺉ او دا دمنﺉ چې افغانستان به یوځل بیا د یوې روښانه راتلونکې لور ته سترګې ورواړوي.

مننه