ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن وژل شوی

ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن وژل شوی


  • 1 کال دمخه (25/05/2022)
  • سمسور
  • 561

سمسور (۴غبرګولی۱۴۰۱) د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، چې دغه ولایت کې د یو موټر د لوېدو له امله یوه ښځه وژل شوې او شپږ کسان نور ژوبل شوي دي.

د مالوماتو له‌مخې، پېښه د سې شنبې په ورځ ناوخته ددغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د چارواکو په خبره، ددغه پېښې زیات قربانیان د یوې کورنۍ او ماشومان دي او زیاته کړې یې ده، چې د درملنې لپاره روغتونو ته انتقال شوي دي.

په دې وروستیو کې په هېواد کې د ټرافیکو پښېو راپورونه زیات شوي، چې ډېر کله د موټر چلونکو د بې احتیاطۍ او د سړکونو د خراب والی له امله رامنځ ته کېږي.