د افغانستان سرپرست حکومت پر ایران او پاکستان غږ کړی چې له زغم کار واخلي
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان اسلامي جمهوریت ترمنځ وروستی تاوتریخوالی د اندیښنې وړ بولي او په دواړو ګاونډیو هیوادونو غږ کوي چې په دې برخه کې له خورا زغم کار واخلي.
بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دا چې سیمه له اوږدو تحمیلي جګړو او بېثباتیو وروسته د امنیت او ثبات ساه اخلي نو دواړه لوریو ته پکار ده چې د سیمهییز ثبات د لا ټینګښت لپاره هڅې وکړي او د اختلاف وړ مسایل د دېپلوماتیکو چاینلونو له لارې په خبرو اترو حل کړي.
د یادونې ده چې ایران وړمه شپه د پاکستان پر بلوچستان برید وکړ، چې په ځواب کې یې د پاکستان حکومت نن سهار د ایران پر پنځو سیمو بریدونه وکړل.