یونېسف: افغانستان کې ۱۶ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

یونېسف: افغانستان کې ۱۶ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري


  • 1 کال دمخه (15/06/2023)
  • سمسور نیوز
  • 526

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونېسف ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې ۱۶ میلیونه ماشومان بېړني ملاتړ ته اړتیا لري. 

د یونېسف استازي فرانک اکیزا په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې د ماشومانو حقونه د هرې ورځې په تېرېدو سره کمزوري کېږي او ډېر شمېر ماشومانو ته په کم عمر کې د کورنۍ سرپرستي او درانه مسوولیتونه ور تر غاړي دي.

یونېسف له نړیوالې ټولنې او مرستندویه ادارو غوښتي، چې په دغو سختو شرایطو کې د افغان ماشومانو ملاتړ وکړي.