عباس ستانکزی: د ښځو زده کړې فرض کفايي دي

عباس ستانکزی: د ښځو زده کړې فرض کفايي دي


  • 1 کال دمخه (23/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 456

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، د ښځو زده کړې فرض کفايي دي او په حجاب کې تعلیم کول شرعي لاره ده. 

نوموړي د افغانستان علومو اکاډمۍ کې د جوړ شوي سیمینار پر مهال ویلي چې ښځې شریعت کې د میراث، زده‌کړو، کار او په بېلابېلو نورو برخو کې شرعي حقوق لري، چې تر اوسه نه دي ورکړل شوي. 

هغه زیاته کړې، دا د حکومت دنده ده چې ښځو او نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین څرګنده کړې، چې د نظام بقاء لپاره باید چارې د یوه اساسي قانون په اډاڼه کې پرمخ یوړلې شي.